IQNA

د مقاومت ډیپلماسۍ سمینار او ولسمشر

 د خدمت شهیدان په ساده ژوند، صداقت او خلکو ته په  نږدېوالي کې مشهور وو

9:57 - May 19, 2025
د خبر لمبر: 3491138
ایکنا - نن سهار د «مقاومت ډیپلماسۍ،نړیوال سمینارکې، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان پخپلې وینا کې وویل؛شهید رئیسي او د خدمت نورو شهیدانو یو کال وړاندې د خلکو د خدمت او عدالت د ټینګولو په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. هغه زیاته کړه: که دغو شهیدانو  رشوت  او بډې رشتونه اخیستی وای یا د امریکا د ولسمشر په څېر کارونه ئې کړي وای، نو بیا به  ژوند ساده   نه وای. دا قدرمن کسان  په ساده ژوند، صداقت او خلکو ته په نږدېوالي کې مشهور دي او دا ځانګړنې په آسانۍ د دوي په ژوند کې لیدل کېږي.

د ایکنانیوز  د خبریال د راپور له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر مسعود پزشکیان د «مقاومت دیپلماسۍ» او د خدمت د شهیدانو د یاد ساتنې په نړیوال  سمینار کې، چې پرون سهار، د یکشنبې په ورځ، د غواي ۲۸، د مشرانو  د غونډو په تالار کې جوړ شو، د خدمت د شهیدانو یاد او نوم وستایه او و ې ویل: دغو قدرمنو کسانو  یو کال وړاندې د خلکو د خدمت او عدالت د ټینګولو په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او ټول هېواد او ټول مسلمانان ئې په ژور  غم کې ډوب کړل.

د  مجر ئې قوې  مشر زیاته کړه: که دوي بډې  او رشوتونه  اخیستی وای یا داسې خبرې ئې کړې وای لکه د امریکا ولسمشر چې ویلي، نو بیا به ئې ژوند ساده  نه وای. داقدرمن  په ساده‌زیستۍ او ساده ژوند، صداقت او خلکو ته په  نږدېوالي کې مشهور دي او دا ځانګړنې په اسانۍ سره د دوی په ژوند کې لیدل کېږي. دا له خبرو څخه ډېر روښانه او له تبلیغاتو څخه ډېر اغېزناک دي.

ډاکټر پزشکیان وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت مشرانو او چارواکو تل د عدالت د ټینګولو هڅه کړې ده. هغه زیاته کړه: زمونږ مشرانو او چارواکو د مظلوم د دفاع لپاره هڅې کړې دي. که مونږ د فلسطین او غزې په اړه موقف او خبرې لرو، دا ځکه ده چې یو شمېر وحشي او جنایتکار کسان چې ښکلې جامې او کراوات اغوندي، په سمینارونو کې ګډون کوي او د بشري حقوقو خبرې کوي، خو د بشر پر ضد تر ټولو غیرانساني او وحشتناک جنایتونه ترسره کوي.

هغه دوام ورکړ: له دې لا لوړ وحشت نشته چې ښځې،ماشومان، زاړه، ځوانان او نور بې‌توجهه بمبار کړو او بیا د بشري حقونو خبرې وکړو. دا کوم حقونه دي؟ دا کوم چوکاټ دی؟ ټول اسلامي هېوادونه باید پوه شي او پوهېږي چې دیپلماسي دا ده چې د دغو جنایتونو پر ضد باید چوپ پاتې نشو؛ دا جنایتونه لومړی پر اسلامي ټولنې او دویم د نړۍ پر هر مظلوم باندې تېری دی. هر مسلمان دنده لري  چې د دغه ظلم پر ضد اعتراض وکړي؛ «څوک چې د یو سړي چیغه واوري چې ای مسلمانانو فریاد کوي او هغه ته ځواب ورنه کړي، نو هغه مسلمان نه دی.   

https://iqna.ir/fa/news/4283108        

captcha